جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اټومي قدرتونو (چین او هند) تر منځ په کشمکشونو کې د هغو کسانو لپاره درسونه او عبرتونه چې د کشمیر د ازادۍ تمه لري
بسم الله الرحمن الرحيم
د اټومي قدرتونو (چین او هند) تر منځ په کشمکشونو کې د هغو کسانو لپاره درسونه او عبرتونه چې د کشمیر د ازادۍ تمه لري

خبر

د ۲۰۲۰م د جون په ۲۰مه چین هندي ځواکونه په خپل لومړي دولتي راپور کې د همالیایي سرحد پر سر د دوشنبې ورځې د خونړۍ جګړې مسوول وبلل. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لایجین جو وویل: «د هند ځواکونه د چین تر کنترول لاندې سیمې ته رااوښتي وو او حمله یې کړې وه، ځکه نو سخته نښته وشوه.»

د ۲۰۲۰م په جون میاشت کې د چین او هند تر منځ وژونکو بریدونو د دغو دوو قدرتونو دوښمني د اسلام پروړاندې ښکاره کړه. هغه مسلمانان چې له دې څخه د اشغال شوي کشمیر د ازادېدو تمه لري باید درس ترې واخلي. یاد دوه کفري دولتونه، اټومي قدرتونه دي، خو د جګړې نه کولو لپاره د یو او بل پروړاندې د نظامي ځواکونو ډېرولو ته دوام ورکوي. هېڅ لوری د جنجال د حل لپاره په امریکا غږ نه کوي. په دواړو لورو کې خلک ووژل شول، خو بیا هم هېڅ لوري له مذاکراتو پرته بله لار ونه موندله، چې له خپلې خاورې او هېواد څخه ورباندې دفاع وکړي. امریکا د چین پروړاندې درې جګړې پر مخ وړي، چې یوه یې هم د کرونا ویروس دویمه څپه او د اقتصاد کمزوري کول دي. دغه راز هندوستان هم د کرونا ویروس له بحران او کمزروي اقتصاد سره مخ دی.

په پاکستان کې د هندوستان پر ماتې خوشحالۍ کېدلې، چې دغو خوشحالیو هم خوږې هم ترخې درلودې. د باجوه ـ عمران رژیم له اټومي جګړې څخه د وېرې په پلمه ځان په شا کړ، چې تر اوسه دغه پلمه نه د هند او نه هم د چین له خوا شوې ده. پوځي ځواکونو ته اړتیا وه، نو ځکه یې هلته ځواکونه زیات کړل. ولې د باجوه ـ عمران رژیم د اشغال شوي کشمیر په سر نه درېږي تر څو هندو دولت په شا وتمبوي؟

د ۲۰۱۹م د اګیسټ په ۵مه د دې پرځای چې باجوه ـ عمران رژیم د اشغال شوي کشمیر پر سر د هندو دولت پر وړاندې له زوره کار واخلي، نوموړي د زغم، ځان ساتنې، احساساتي خبرو، قهرجنو ټويټونو، لوړو شعارونو، له خپل بادار (امریکا) څخه د مرستې غوښتلو غبرګونونه ښودل او ابهاینندان هندي پیلوټ چې په پاکستاني خاوره یې حمله کړې وه، په دریو ورځو کې ازاد کړ. د اشغال شوي کشمیر هر انچ خاوره نه، بلکې تر خپل کنټرول لاندې خاوره یې د ځان لپاره سور خط وټاکه. د باجوه ـ عمران د رژیم ټیټ موقف مودي ته جرات ورکوي تر څو د اشغال شوي کشمیر پر مسلمانانو باندې خپل ظلم ته دوام ورکړي. دغه راز له اشغال شوي کشمیر څخه د لداخ سیمې بېلې کړي او نفوس شمېرنه کې هم تغیرات راولي.

د باجوه ـ عمران سیکولر رژیم هېڅکله هم پر خپل موقف ثابت نه دی ولاړ او نه به هېڅکله زموږ له حقونو څخه دفاع وکړي. دا د متحده ایالتونو او دولت ـ ملت محدوده عقیده ده، چې د دې پرځای چې خپل ځان الله سبحانه وتعالی او د هغه په رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې وتړي ځان د پیسو په نړیوال سازمان او  په نړیوال دولتي سازمان پورې تړي. دا به هېڅکله هم مسلمانانو ته کامیابي ورپه برخه نه کړي. د باجوه ـ عمران رژیم د دې پرځای چې د دوښمن پر زړه  د برید کولو لپاره پاملرنه وکړي، زموږ او زموږ د پوځونو په منځ کې د جګړې جوړولو ته پاملرنه کوي. دوی موږ د ژوند او داریۍ په له لاسه ورکولو وېروي، خو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد یو لوی تجارت دی، چې الله سبحانه وتعالی د نېکو کارانو لپاره د یوې لویې ډالۍ (جنت) ژمنه ورسره تړلې ده.

اسلام غواړي چې د اشغال شوي کشمیر خاوره د پوځونو په وسیله ازاده کړي. نن ورځ مناسب وخت دی ځکه چې هندوستان اوس د کشمیر د مسالې په شمول له چین سره په جګړه کې دی او د کوید ۱۹ ناورین یې اقتصاد له ماتې سره مخ کړی دی. دغه راز په کور دننه له اقلیتونو سره په جنجالونو بوخت دی. امریکایي باداران او ساتونکي یې د ولسمشرۍ ټاکنو او توکم پالنې لپاره په لارویونونو بوخت دي، اقتصاد یې نړېدلی، روحیه یې له لاسه ورکړې، پوځونه وباسي او همدارنګه د ناروغیو له ناورینونو سره لاس او ګرېوان دي. 

موږ اوس اسلامي رهبرۍ ته سخته اړتیا لرو تر څو مسلمانان سره یو موټي کړي او مسلمانان د پوځونو په لاس له ظلمه وژغوري. موږ داسې رهبرۍ ته اړتیا لرو چې د سیکولرېزم، دولت ـ ملت مفکوره، د امریکا ډیموکراتیک ولسمشرۍ او پارلماني دولتونه او همدارنګه د پیسو نړیوال سازمان قانون، ارزښتونه او ټولې تیوري ګانې وررد کړي. دا به یوازې هغه وخت امکان ولري چې پر موږ  یوازې هغه څه حاکم شي چې الله سبحانه وتعالی رانازل کړي، پرته له دې چې له نورو مفکورو سره جوړجاړی او یا ورسره یو ځای شي. دا یوازې موږ یو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره بیا خلافت تاسیس کړو نو بیا زموږ پوځي ځواکونه کولی شي چې د جګړې په ډګر کې د الله سبحانه وتعالی رضا ترلاسه کړي. الله سبحانه وتعالی په دې هکله فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾[سورة توبه: ۳۸]

ژباړه: اې مومنانو ولې کله چې تاسو ته ویل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، نو سستي کوئ او زړونه مو په دونیا پورې تړئ؟ ایا د دې نړۍ په ژوند باندې د هغه نړۍ له ژوند څخه خوشحاله یئ؟ فاني نړۍ ته په ابدي نړۍ لومړیتوب ورکوئ؟ د دې نړۍ جامې او متاع د هغې نړۍ د جامو او متاع په پرتله ډېر ناچیزه شی دي.

د حزب الترحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: سعد جنجو

۱۴۴۱هـ.ق د ذوالقعدې ۴مه

۲۰۲۰م د جون ۲۵مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې